د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین او د غورځنګ د مرکزي کمېټې د پرېکړې له مخې، نورایل کلیوال، عماد عماد او محمد یونس افغان د فرانسې لپاره د پي ټي ایم د ټاکنو کمېسیون د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
یاد کمېسیون به د غورځنګ د اساسي قانون او اصولو په رڼا کې، د غړیتوب او ټاکنو بهیر د تنظیم او پر مخ وړلو مسؤلیت پر غاړه ولري. کمېسیون به هڅه کوي چې د ټاکنو ټول پړاوونه په شفاف، عادلانه او بې طرفه ډول ترسره شي، د غړو د ګډون حق خوندي وساتل شي او د ټاکنیزو اصولو رعایت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په فرانسه کې مېشت پښتانه، افغانان او د بشري حقونو ملاتړي کولای شي د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) فرانسې د رسمي وېبپاڼې له لارې غړیتوب ترلاسه کړي. دغه وېبپاڼه په پښتو، فرانسوي او انګلیسي ژبو ډیزاین شوې او دا مهال د همدې کمېسیون تر څارنې لاندې فعالیت کوي.
له ټولو هغو کسانو څخه چې د غورځنګ له موخو او اصولو سره همغږي لري، غوښتنه کېږي چې د ویبپاڼې له لارې د غړیتوب په ترلاسه کولو سره د غورځنګ په ټاکنیز بهیر کې برخه واخلي او د پښتنو او افغانانو د حقونو، سولې، عدالت او بشري کرامت د دفاع لپاره د غورځنګ په فعالیتونو کې فعاله ونډه واخلي.
همدارنګه، د غړیتوب، ټاکنو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه د پوښتنو او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، له کمېسیون سره د غورځنګ د رسمي برېښنالیک، ټیلیفون شمېرې او واټساپ له لارې اړیکه نیولای شئ.
د یاد کمېسیون فعالیت به د فرانسې لپاره د غورځنګ د یوه مسؤل او نورو څانګو تر ټاکل کېدو پورې دوام ولري.
کمېسیون به خپل مسؤلیتونه د غورځنګ د اساسي قانون، اصولو، شفافیت او امانتدارۍ په رعایت سره ترسره کوي.

