د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فرانس او په فرانسه کې مېشتو افغانانو د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه، د جمعې په ورځ، په پاریس کې د ملي شهید ګیلامان وزیر په یاد د غایبانه جنازې لمونځ او د خواخوږۍ غونډه جوړه کړه.
د پي ټي اېم فرانس مرستیال مشر او د پي ټي اېم اروپا د رسنیو مسوول اکمل ظاهر ترکي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دې مراسمو په تنظیم کې یې د پاریس له افغانې ټولنې څخه مننه وکړه. هغه د ګیلامان وزیر پر مبارزې، ایډیالوژۍ او ملي ارزښتونو ته پر ژمنتیا خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې پي ټي اېم به د ازادۍ لپاره خپله مبارزه پرېنږدي.
پخواني ډیپلومات، لیکوال او څېړونکي پروفیسور عبدالـغفور لیکوال د ملي هویت، فکري ودې او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د ګډې مبارزې د اهمیت په اړه خبرې وکړې. د کابل پوهنتون پخواني استاد ډاکټر عبدالکریم توتاخېل هم د ګیلامان وزیر پر مبارزې او د ملي یووالي پر ارزښت رڼا واچوله.
نورو ویناوالو، چې په هغوی کې اسیر، خبریال او لیکوال انجنیر راحت ګل زیارمل او د پکتیا پوهنتون پخوانی استاد قیوم سیال شامل وو، د پښتنو پر یووالي، ملي مبارزې او د پي ټي اېم او د دې غورځنګ د مشر منظور احمد پښتین ترڅنګ پر درېدو ټینګار وکړ.
غونډه د ګیلامان وزیر په یاد د شمعو په بلولو او یوې شېبې چوپتیا سره پای ته ورسېده.

