-
په هاګ کې منظور پښتین د پښتونخوا د وضعیت په اړه نړیوالې څېړنې وغوښتې؛ پاکستاني استازي له غونډې ووتل

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور احمد پښتین د هاګ عدالت ډیالوګ په غونډه کې د پښتونخوا د امنیتي وضعیت، جبري بېځایه کېدو، هدفي وژنو، جبري لادرکیو، ځمکنیو ماینونو او د سیمې د طبیعي زېرمو د استخراج په اړه جدي اندېښنې څرګندې کړې او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دغو…
-
پي ټي اېم په بروکسل کې د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ پر ضد لاریون وکړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) اروپا غړو د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۱مه، په بروکسل کې د اروپا پارلمان مخې ته د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د سفر په غبرګون کې لاریون وکړ. لاریونوالو له اروپايي ټولنې وغوښتل چې له پاکستان سره مرستې ونه کړي.…
-
پي ټي اېم په پاریس کې د ملي شهید ګیلامان وزیر په یاد د غایبانه جنازې لمونځ او د خواخوږۍ غونډه جوړه کړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فرانس او په فرانسه کې مېشتو افغانانو د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۲مه، د جمعې په ورځ، په پاریس کې د ملي شهید ګیلامان وزیر په یاد د غایبانه جنازې لمونځ او د خواخوږۍ غونډه جوړه کړه. د پي ټي اېم فرانس مرستیال مشر او د پي…
-
پي ټي اېم فرانس په پاریس کې د راو انور د برائت پر ضد لاریون وکړ او د علي وزیر د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) فرانس په پاریس کې د جمهوریت په میدان (Place de la République) کې لاریون وکړ او د ایس اېس پي راو انور د برائت پرېکړه یې وغندله. راو انور په کراچۍ، سند کې د سلګونو پښتنو په قضایي بهیر پرته وژنو کې د لاس لرلو په تور تورن…
